د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی په روان هجري قمري ( ۱۴۴۵) کال کې ۱۰۰۹بهرني اتباع چې قانوني اسناد یې نه درلودل ډیپورټ کړي دي.
دا خبره د دغه وزارت د سرحدي پولیسو ریاست نظامي مرستیال عبدالمنان حسن د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ته کړې ده، خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دا کسان د کومو هیوادونو اتباع وو، او د څه لپاره افغانستان ته راغلي وو.
د یادونې ده چې په تېرو نېږدې دریوو کلونو کې په افغانستان کې وخت په وخت د طالبانو حکومت له خو د یو شمېر بهرنیو اتباعوو د بندي کولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د طالبانو حکومت د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې ملت ته د حساب ورکولو په نوم پروګرام کې ویلي وو، چې د پنځه ښځو په ګډون شپاړس بهرنیان د افغانستان په زندانو کې بندیان دي.
خو د دغو بندیانو د هویت او جرمونو په اړه یې جزییات نه وو ورکړي.