له سلګونو راستنو شویو زده کوونکو د سویې ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان په دوو ولایتونو خوست او بامیان کې له ۲۳۰ تنو راستنو شویو زده کوونکو څخه د سویې د تثیبیت ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلویزیون د پوهنې وزارت په حواله ویلي، په دې زده کوونکو کې ماشومان او ځوانان شامل وو، چې له اووم تر يوولسم ټولګیو کې به شامل شي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا خبره داسې مهال کوي، چې مخکې تر دې له پاکستان او ایرانه یو شمېر راستنو شویو ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د کورنیو نجونې غړې یې له زده کړو پاتې دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او دوی یې له لوړو زده کړو هم راګرځولې دي.

په ښوونځیو کې د نجونو پر منځنیو زده کړو له بندیز تر زرو زیاتې ورځې تېرېږي.