د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي ویرات کولي اعلان وکړ چې په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې نه لوبيږي.
هغه چې پرون په پایلوبه کې ۷۶ منډې وکړې، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
ښاغلي کولي په خپلو وروستیو خبرو کې وویل، غواړي خپل ځای نویو ځوانانو ته پرېږدي او په راتلونکي کې به په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې د هند استازولي ونه کړي.
د ویلو ده چې ویرات کولي په ۱۲۵ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هندوستان ته ۴۱۸۸ منډې کړې وې.
ده په تېر نړیوال شل اوره جام کې تر ټولو ډېرې یعني ۲۹۱ منډې کړې وې خو دا ځل دا ځای ورڅخه د افغانستان رحمان الله ګوربز واخیست. ګوربز د ۲۰۲۴ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې ټولټال ۲۸۱ منډې وکړې چې بل هیڅ لوبغاړي دا ځل دومره منډې نه دي کړي.