شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان د دویم ځل لپاره اتلولي وګټله

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان د ۷ منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې نن شنبه د جون په ۲۹مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شوې وه هندوستان لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه چې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

یادې لوبډلې ته ویرات کولي ۷۶ او اکشر پټیل ۴۷ منډې وکړې.

سویلي افریقا د هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۹ منډې وکړې.

سویلي افریقا ته هیریک کلاسن ۵۲ منډې وکړې او د هند لپاره هارډیک پانډیا درې لوبغاړي وسوځول.

دا دویم ځل دی چې هندوستان د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ګټي.