کرکټ نړیوال جام؛ "یوه لوبه د ټول ټورنمنټ د سیالیو د څرنګوالي څرګندونه نه شي کولای"

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ د جنوبي افریقا پر وړاندې د افغانستان د ماتې وروسته وویل، یوه لوبه د ټول ټورنمنټ د سیالیو د څرنګوالي څرګندونه نه شي کولای او دا پر افغان لوبډلې ویاړي. افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته وتلی و.