امریکا پر لبنان د اسراییل د احتمالي برید په وړاندې خبرداری ورکړ

د امریکا د پوځ یو جګپوړي جنرال وايي، پر لبنان د اسراییل پوځي برید دا خطر لري چې ایران د حزب الله دفاع ته راودانګي او دا پېښه په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او امریکايي ځواکونو ته د ګواښ سبب کېدای شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز او د هوايي ځواک جنرال چارلس کیو براون پرون یکشنبې وویل چې ایران به په داسې حالت کې د حزب الله نور ملاتړ وکړي، په تېره بیا که دوی احساس کړي چې د حزب الله موجودیت له جدي خطر سره مخامخ دی.

براون دا څرګندونې د افریقايي هېواد بوتسوانا د سفر په ترڅ کې وکړې.

نوموړی د افریقايي هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بوتسوانا ته تللی دی.

اسراییلي چارواکو ګواښ کړی چې که د خبرواترو له لارې د لبنان حزب الله له پولې څخه شا ته نه شي، د دغه هېواد پوځ به پر لبنان برید وکړي.

امریکایي چارواکي هڅه کوي چې دغو شخړو ته یوه دیپلوماتیکه حللاره ومومي.

تمه کېږي چې دا مسئله به روانه اوونۍ په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت په کتنو کې مطرح شي.