طالبانو د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ

Illustration - flag of Nicaragua

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له لوري د افغانستان لپاره د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نیکاراګویا سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت مثبت پرمختګ دی.

تر دې مخکې د نیکاراګووا رسنیو راپور ورکړ چې دغه هېواد د افغانستان لپاره نااستوګن سفیر ګمارلی دی.

مایکل کمبپل (Michael Campbell) چې دا مهال په چین کې د نیکاراګووا سفیر دی، ټاکل شوې له دې وروسته د کابل لپاره هم د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.

د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګومارلو خبر تایید کړی دی.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې په پیکینګ کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه شوې چې د نیکاراګوا له سفارت سره نژدې کاري اړیکې ولري.

د نیکاراګووا په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتان منلي او د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.