د کډوالو نړیواله ورځ؛ عبدالرازق وايي، ځواني یې د بل په مزدورۍ کې تېره کړه

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالرازق له څه باندې ۳۵ کلونو راهیسې د بلوچستان د سرانانو د افغان کډوالو په کمپ کې اوسي او هلته د خښتو په بټۍ کې کار کوي. دی وايي، ځواني یې د بل په مزدورۍ کې تېره کړه او اوس په پاخه عمر کې هم له مجبورۍ خښتې وهي. ملګري ملتونه هر کال د جون ۲۰مه کډوالو ته ځانګړې کوي.