د هند صدراعظم د ملي ډیموکراتیک ایتلاف د مشر په توګه وټاکل شو

د عکس چپ لور ته دویم کس د هند اوسی صدراعظم دی او شاوخوا یې د ګوند لوړپوړي مشران دي.د مودي په مشرۍ بهارتیا جنتا ګوند چې په انتخاباتو کې یې اکثریت څوکۍ نه دې خپلې کړي، له یو شمېر نورو ګوندونو سره ایتلاف ته اړ شو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د ملي ډیموکراتیک ایتلاف د مشر په توګه وټاکل شو.

د مودي په مشرۍ بهارتیا جنتا ګوند چې په انتخاباتو کې یې اکثریت څوکۍ نه دې خپلې کړي، له یو شمېر نورو ګوندونو سره ایتلاف ته اړ شو.

د هند بهارتیا جنتا "بي‌جې‌پي" ګوند د "این‌ډي‌اې" په نوم د یوه ایتلاف خبر ورکړ چې مشري به یې نریندرا مودي کوي.

د مودي په مشرۍ "بي‌جې‌پي" ګوند ونه توانېده چې په یوازې توګه په انتخاباتو کې اکثریت رایي خپلې کړې، نو ایتلاف ته مجبوره شو.

دا په تېره یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د مودي بهارتیا جاناتا ګوند د سیمه‌ییزو ګوندو ایتلاف ته د حکومت جوړېدو لپاره محتاجه شوی دی.

د بهارتیا جانتا له ګوند سره د ټیلګو دیشم "ټي‌ډي‌پي" او جنتا دل یونایټیډ ګوندونه یوځای شوې دي.

د "این‌ډي‌اې" یا ملي ډیموکراتیک ایتلاف د مودي د صدارت ملاتړ اعلان کړ او ټاکل شوې چې درې اویا کلن مودي د یکشنبې په ورځ د درېیم ځل لپاره د هند د صدراعظم په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

مودي د ملي ډیموکراتیک ایتلاف تر جوړېدو وروسته وویل چې دوی په انتخاباتو کې ماتې نه ده خوړلې پخوا هم په ایتلافي شکل په هند کې حکومتونه جوړ شوي دي.

اپوزسیون د کانګرس ګوند په مشرۍ د تمې خلاف د تېرو انتخاباتو په پرتله دوه برابره څوکۍ خپلې کړي، د دې ایتلاف څوکۍ ۲۳۲ ته رسېږي.

د هند انتخابات چې د اپرېل په نیمایي کې پيل شول، شپږ اوونۍ روان و او د چهارشنبې په ورځ یې نتیجه اعلان شوه.

په دې ټاکنو کې، "بي‌جې‌پي" ۲۴۰ څوکۍ خپلې کړې او د اکثریت لپاره دوه سوه دوه اویا څوکۍ په کار وې.

د مودي په مشرۍ ملي ډیموکراتیک ایتلاف اوس د ولسې جرګې له ۵۴۳ څوکیو۲۹۳ خپلې کړي دي.