د قرغې بند تفرېح ځای له ګڼې ګوڼې ډکه دی، خو دغلته د مېرمنو حضور پیکه دی

Your browser doesn’t support HTML5

د هوا په تودېدو او په قرغې بند کې د اوبو په زیاتېدو سره د کابل په دې تفرېح ځای کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. هره ورځ لسګونه کسان د تفرېح او ساعتېرۍ لپاره د قرغې بند ته ځي، خو د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له کبله دغلته د ښځو ورتګ پيکه شوی دی.