د وروستیو اوونیو درنو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه اغېزمنه کړې او خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځینو ساري ناروغیو د خپرېدو په باب اندېښنه ښوولې.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې تر سختو اورښتوو وروسته د سېلابونو په نتیجه کې د خلکو ملکیتونه ویجاړ شوي او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زموږ همکار د اوبو د تنظیم له متخصص ډاکټر عبدالله هېواد څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په افغانستان کې ولې سېلابونه د خلکو د مرګ ژوبلې او د تاسیساتو د ویجاړۍ سبب کېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5