پاکستان کې د جاپانیانو پر موټر ځانمرګی برید؛ درې کسان ټپیان شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر موټر تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي. د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي د جاپانیانو پر موټرو یوه موټرسایکل سپور وسله‌وال ځانمرګی برید وکړ.