ډېری هغه معتادین چې د خاطرو په لړۍ کې يې له ازادي راډيو سره خبرې کړي، وايي چې د اعتیاد پر مهال یې ټول پام نشې ته وي او خوړو ته چندان اشتها نه کېږي.
طبي ډاکتران هم د دوی خبره مني او وايي چې ټول نشه يي مواد، په تېره بیا ښیښه تر نورو نشه يي موادو ډېر په معتادینو کې د بې اشتهايي لامل کېږي او دوی ډېر ژر په عصبي، جسمي او جنسي کمزوریو اخته کوي.
نشه يي مواد ولې او څنګه د بې اشتهايي لامل کېږي او د نشې په کوم پړاو کې معتادین له بې اشتهايي سره مخ کېږي؟
په دې اړه د معتادینو د درملنې له متخصص ډاکتر ګل اصغر شریفیار سره مرکه شوې او دی په پیل کې د بې اشتهايي په اړه معلومات ورکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5