پاکستان په بلوچستان کې د ۶ بریدګرو د وژلو خبر ورکړ

له ارشیفه د یو شمېر پاکستاني پوځیانو تصویر

د پاکستاني پولیسو چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو پرون شپږ تنه وسله وال چې د بلوچستان په جنوب لویدیځ کې پر مهمو سمندري تاسیساتو د برید هڅه یې کوله، ووژل.

د صدیقي پر هوايي اډې د دې حملې مسوولیت د بلوچستان د آزادي بښونکي پوځ په نوم د بلوڅ بیلتونپالو یوې ډلې منلی دی.

دا ډله د پاکستان، برېتانیا او متحدو ایالتونو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

ویل کېږي چې په دې برید کې نوموړی مرکز نه دی زیانمن شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، بریدګر هغه مهال چې غوښتل یې په تربت سیمه کې پوځي تاسیساتو ته ننوځي، ووژل شول.

د پاکستان پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.