د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په کندهار او کابل کې د پرونيو بریدونو په غندلو سره دا "بې رحمه ترهګریز" بریدونه بللي دي.
ټوماس وېست په کندهار او کابل کې د وري د دوهمې نېټې د پنجشنبې د ورځې بریدونه غندلي دي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي: "متحده ایالتونه په کندهار او کابل کې ننني بې رحمه ترهګریز بریدونه غندي، کوم چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې بې ګناه وګړي ووژل."
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر هم په خپله ایکس پاڼه دا بریدونه غندلي او لیکلي: "دوی د ترور ټول اعمال، که هغه د کابل په دشت برچي کې کېږي یا د کندهار د نوي کابل بانک مخ ته، غندي او وحشیانه یې بولي."
د کندهار په برید کې چې د وري په دوهمه د سهار په اته نیمو بجو وشو د ځايي سرچینو په حواله تر ۲۱ پورې کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي، خو په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وژلي شوي ۳ او ټپیان ۱۲ تنه ښودلي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
کابل ښاریانو بیا په همدې ورځ د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې هم د یوې نسبتاً زورورې چاودنې خبر ورکړ، خو طالبانو د دې پېښې او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کندهار ولایت په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک ودانۍ مخې ته د برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.
د داعش خبري اژانس اعماق د وري په دوهمه نېټه د شپې ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "دا برید پر طالب ملېشو چې د خپل عاید د ترلاسه کولو لپاره بانک کې سره راټول شوي وو، ترسره شو."
دا برید د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم غندلی او په خپله ایکسپاڼه یې لیکلي: "سعودي عربستان یوځل بیا دغه ترهګریز عمل په کلکه ردوي او د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی."
هممهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله هم په کندهار ولایت کې پرونۍ برید غندلی او یو جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بللی دی.
د یادونې ده، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په داسې حال کې په کندهار کې د پروني برید مسوولیت منلی چې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې دا ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.
د امنیتي چارو پوه اخترمحمد راسخ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د داعش پروني برید دا وښوده چې دوی په افغانستان کې نفوس لري او کولای شي د افغانستان په ناامنیو او د طالبانو پر وړاندې د بمي او چریکي بریدونو په عملي کولو کې برلاسي دي او طالبان د چریکي او بمي بریدونو په مخنیوي کې څنګه چې لازمه ده، بریالي نه دي."
د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې داعش وسلهوالې ډلې د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.
په دې اړه نور: په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې ومانه په دې اړه نور: کابل کې د امنیتي پېښو زیاتوالی؛ داعش په ۱۶مه ناحیه کې د چاودنې مسوولیت ومانهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د مرستیال په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش د او نورو ترهګرو ډلو فعالیت او سیمې او نړۍ ته یې د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر په سلواغې میاشت کې نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ ګواښ په نوم جوړې شوې غونډه ته ویلي وو، په افغانستان کې د داعش د بیا راپورته کېدو خطر لا پر ځای دی.