د سویډن کمېټه: طالب چارواکو سره د فعالیتونو د بیرته پیل په اړه په خبرو یوو

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لوګو

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سکرټر جنرال سلاکار خالد فهیم هیله ښيي چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې د دې کمېټې په فعالیتونو د ځنډ لېرې کولو لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

ښاغلي فهیم ازادي راډیو سره مرکه کې په افغانستان کې د دې کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدو له امله د میلیونونو وګړو په اغېزمنتیا او د خپلو کارکوونکو د راتلونکي په اړه هم سخته اندېښنه وښوده.

امید زهیرمل له ښاغلي فهیم سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې په افغانستان کې د سویډن کمېټې د اوسنیو فعالیتونو او اغېزمنتیا په اړه پوښتلي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خالد فهیم سره مرکه