د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

په جلال اباد کې د نابینایانو د کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسېد


د هېواد په کچه د نابینایانو د کرکټ د ټورنمنټ لوبې د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۹ مه په جلال اباد کې پای ته ورسېدې.

د ننګرهار، کونړ او بلخ د نابینایانو د کرکټ لوبډلو ترمنځ دې ۱۰ اوریزو لوبو چې د ننګرهار د ولایتي ادارې له خوا او د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ جوړې شوې وې، څلور ورځې دوام وکړ او د کونړ په اتلولۍ پای ته ورسېدې .

د ختیځو ولایتونو د نابینایانو د ټولنې مشر فضل غني بشردوست وايي، د نابینایانو د کرکټ لوبغالی تر نورو هغو وړوکی وي او توپ یې ګونګري لري چې په مرسته یې لوبغاړي د بال د حرکت لوری معلوموي. د ازادي راډيو خبریال احمد تکل له ښاغلي بشردوست سره چې د دې لوبو له تنظیموونکو څخه دی، مرکه کړې ده.

ښاغلي بشردوست د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د دې ټورنمنټ د جوړولو فکر څنګه او کله ورته پیدا شو؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG