چین د کابل پوهنتون محصلانو ته ۶۰ تحصیلي بورسونه ورکړل

په کابل کې د چین د سفارت تصویر

د کابل پوهنتون ۶۰ محصلانو «د چین سفیر بورس» په نوم سکالرشیپونه ترلاسه کړل.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دا بورسونه پرون (دوشنبې) په کابل پوهنتون کې په یو لړ مراسمو کې افغان محصلانوته ورکړل شول.

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په مراسمو کې وویل، هیواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.

د شینهوا پر اساس، اوس شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلان د چین په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

همداراز ۲۰۰ نور افغان محصلان په کابل پوهنتون کې په کنفیسیون انستیتیوت کې درس وايي.