امریکا: په افغانستان کې د پاکستان د بمبارۍ له امله ملکي مرګ ژوبلې ته اندېښمن یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ودانت پتیل

امریکایي چارواکو ویلي چې په افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه کنفرانس کې پرون وویل چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې افغان ملکیانو ته د مرګژوبلې په اوښتو خواشینی دی او په پاکستان غږ کوي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

هغه همداراز د خیبرپښتونخوا د میرعلي د شنبې په برید هم اندېښنه وښوده چې وسله والو اوه پاکستاني عسکر ووژل.

پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو په تړاو پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي چې دا بریدونه په کلکه غندي او د افغانستان په خاوره ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان تمامیږي.