په افغانستان کې په تېرو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۶۰ کسانو د سختو بارانونو او درنو واورو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.
دا خبره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند جانان سایق نن په یوه ویډیويي پیغام کې کړې ده.
سایق څرګنده کړه چې د فبروري له شلمې راپهدې خوا د سختو ورښتونو له امله په افغانستان کې ۱۶۴۵ کورونه یا یو مخ تخریب شوي یا یوه برخه وران شوي دي.
سایق زیاته کړه چې په دې موده کې یولک او اته اویا زره څاروي هم تلف شوي دي.
په افغانستان کې سږ کال د ژمي په پيل کې ورښتونه نه و، خو له تېرو نږدې څلورو اوونیو راهیسې په اکثرو ولایتونو کې واورې او بارانونه ورېږي چې بزګرانو ته هیله پيدا شوې چې د وچکالۍ مخه به تر یوه بریده ورسره ونیول شي.