په هرات کې د معتادینو مرکز په کمو امکاناتو فعاله دی

Your browser doesn’t support HTML5

په هرات کې د معتادینو د درملنې په څلور سوه بستریز مرکز کې سلګونه کسان تر درملنې لاندې دي. په وروستیو کې د طالبانو حکومت د هرات له واټونو د معتادینو راټولول چټک کړي او یو شمېر یې دې مرکز ته لېږدوي. خو په دې مرکز کې طالب مسوولان وايي، معتادینو ته د رسېدنې لپاره کافي امکانات نه لري.