ارزګان؛ یوه مور هره ورځ خپل معلول زوی ښوونځي ته په شا وړي 

محمد کریم او مور یې

د ارزګان ولایت مرکز په ولایت ترینکوټ کې یوه مور چې د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، هره ورځ خپل یوازېنی لس کلن معلول زوی ښوونځي ته په شا وړي.

لس کلن معلول محمد کریم چې پلار یې وژل شوی او یوه خور او مور لري وايي، ښوونځي ته ځکه ځي چې غواړي په راتلونکې کې ډاکټر شي.

د دغه معلول ماشوم مور وايي ، محمد کریم اکثره وخت په شا ښوونځي ته وړي څو په راتلونکې کې خپل هېواد او کورنۍ ته خدمت وکړي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور