پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

تعدادی از مهاجرین افغان در پاکستان که کارت های اقامت دارند

د پاکستان حکومت هلته د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان لنډمهالې کابينې دا پرېکړه د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت په غوښتنه کړې ده.

د پرېکړې له مخې، په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت غوښتنه د حکومت له خوا نه وه منل شوې او له نيوکو سره بېرته ورلېږل شوې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزير مرتضا سولنګي پرون د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پرېکړه شوې ده خو په اړه یې ډير معلومات نه لري.

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارډونو موده تېر (۲۰۲۳) کال په جون کې ختمه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي.