اردن کې پر امریکا سرتېرو د بریدکوونکې بې پیلوټه الوتکې په اړه نوي جزییات خپاره شوي

تصویر؛ آرشیف

د امریکا یو پوځي چارواکی وايي امکان لري پر هغه بې پیلوټه الوتکه چې په اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډه برید وکړ د هغې امریکايي الوتکې ګومان شوی وي چې د امریکا پوځي تاسیساتو ته د راستنېدو په حال کې وه.

دې چارواکي چې غواړی نوم یې افشا نه شي، پرون وویل، لومړني راپورونه ښيي چې ښايي پر هغې بې پیلوټه الوتکې چې د متحدوایالتونو پر پوځي اډه راپرېوته، درې سرتېري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل، د امریکا د هغې بې پیلوټه الوتکې ګومان شوی وي چې په هوا کې وه.

د دې چارواکي په وینا د دښمن الوتکه هغه مهال چې امریکایۍ الوتکه اډې ته راستنېدله په ټیټه ارتفاع کې د الوتنې په حال کې وه او ځکه د هغې د ویشتلو او له منځه وړلو لپاره اقدام ونه شو.