شفیق الله افغان هغه افغان معلول دی چې په ننګرهار کې ژوند کوي او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو مسوولیت ورترغاړې دی.
څو کاله مخکې یې د سړک غاړې بمب په چاودنه کې دواړه پښې معلول شوې.
دی وايي، اوس معلولو کسانو ته د دوی میاشتنی معاش نه ورکول کېږي او اکثر یې په وږي نس ویده کېږي.
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال په سلګونو زره کسان معلول شوي چې په ټولنه کې له کړاو ډک ژوند پرمخ بیايي.
صالح محمد صالح د ازادۍ مېلمه پروګرام کې ورسره خبرې کړي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5