ویتنام شاوخوا سل تنه د تروریستي جرمونو په تور محاکمه کړل

د ویتنام بیرغ

د ویټنام رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو نږدې ۱۰۰ کسان د ټروریزم په تور بندیان کړي دي.

دغه کسان په دې تورن دي چې د تېر میلادي کال په جون میاشت کې یې د دغه هېواد په مرکزي برخه کې د پولیسو پر مرکز په وسلواله حمله کې لاس درلود چې په نتیجه کې یې ۹ کسان وژل شوي وو.

دا په ویټنام کې چې کمونیستي واکمني په کې ده، د تېر کال د تاوتریخوالي یوه بېسارې پېښه ګڼل شوې ده.

د پنځه ورځنۍ محاکمې په نتیجه کې ۱۰ کسان په عمري بند او ۹۰ نور کسان له نهو میاشتو تر ۲۰ کلونو بند محکوم شول.

د دغو کسانو له ډلې ۹۸ یې په ټروریزم تورن شوي، یو تن جنایتکارانو ته د پناه په ورکولو او بل غیرقانوني کډوالۍ ته د سهولت په برابرولو تورن شوی دی.