ایران پرون د سوریې پر پلازمېنه دمشق په وروستۍ حمله کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړ.
وروسته له هغې چې د ایران سپاه پاسداران په دې حمله کې د خپلو څلورو غړیو وژل کېدل تایید کړل، تهران وايي چې د ځان د دفاع حق لري او د دې حملې ځواب به ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعناني پرون شنبه ویلي، د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا بیا-بیا تېری کول، د اسراییل د رژیم د عجز او کمزورۍ نښه ده.
د ده په وینا، د ایران حکومت په مناسب وخت او ځای کې د سوریې پر پلازمېنه د شوې حملې په ځواب کې، د ځوابي اقدام حق لري.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ویلي د دمشق پر «مزه» سیمه د اسراییل د حملې له کبله ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي په وژل شویو کې څلور کسان د دوی پوځي سلاکاران وو.
مهر خبري اژانس وايي، په دغو کسانو کې یو یې د سوریې لپاره د سپاه پاسداران استخباراتي مسوول و.