غور کې د یوه کلي اوسېدونکو په خپله د یوه سړک په جوړولو کار پیل کړی
Your browser doesn’t support HTML5
د غور په مرغاب ولسوالۍ کې د یوه کلي اوسېدونکو په خپله د یوه سړک په جوړولو کار پیل کړی دی.
د دې لرې پراته کلي اوسېدونکي وايي، د دې څلور کیلومټره سړک په جوړولو سره غواړي د غور دا سیمه له سرپل ولایت سره ونښلوي.
د دوی په خبره، د دې سړک جوړولو لپاره ورته هیڅ راز دولتي یا غیردولتي مرسته نه ده رسېدلې.