د غور په واورو کې ورزشي نندارې

عبدالقاسم فردوسي چې د افغانستان په « واورین سړی» مشهور دی

د افغانستان په غور ولایت کې د درې ساعتونو لپاره په واورو کې یوه لوبغاړي ورزشي نندارې وړاندې کړي دي.

هغه ویلي دي د دې نندارو موخه یې د کارګرو ماشومانو ملاتړ دی.

یاد شوی وزشکار عبدالقاسم فردوسي نومیږي او وايي، نن سبا په زیات تعداد کې ماشومانو د ښوونځیو پر ځای درانه کارونه کوي.

ښاغلي فردوسي ازادي راډيو ته ویلي:

" هیله مند یم چې دغه ډول نندارې یوه پایله ولري او د راتلونکي پسرلي په پيل کې ډيرو ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره شي"

د نمایشونو یوه بله څنډه

هغه دغه راز له خلکو هیله کړې ده چې له ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا، لوبغاړي ډېرو ښو غذايي موادو ته اړتیا لري، خو په افغانستان کې د خراب اقتصادي حالت له امله دوی ورته لاس رسی نه لري.

عبدالقاسم فردوسي له ډېرو کلونو راهیسې په واورو کې سپورټي نندارې وړاندې کوي، هغه په ۲۰۲۲ ز کال کې توانیدلی و چې ۳۳ دقیقې خپل بدن په واورو کې پټ کړي.