د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۸

په غور کې د وزن پورته کولو سیالۍ پیل شوې

د پاور لېفټينګ يا وزن پورته کولو دوهم پړاو سیالۍ نن سې شنبه (د کب ۵مه) په غور ولایت کې پیل شوې.

د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ادارې رئیس امیرمحمد غوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې له څلورو کلپونو ٤٠ لوبغاړو ګډون کړی.

ښاغلی غوري وایي، دغه سیالۍ په اتو کټه ګوریو کې د دوو ورځو په مخه جوړې شوې وې.

نوموړی وایي، دغه سيالۍ د ياد ورزش د پرمختګ او ځوانانو د هڅونې لپاره خورا اغېزمنې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG