راپور: فریده سیال او اونا چیلیچ
سترګې مو پټې کړئ، د غرمنۍ وخت دی، تاسې کولی شئ د لوښو ګړنګا او د غوښې د سره کیدو غږ واورئ. له بلې کوټې د ماشومانو غږ راځي، ماشومان له یوې خونې بلې خونې ته منډې وهي او د پټ پټوني لوبه کوي.له افغانستان څخه د راوړل شویو زغفرانو د چایو له بوی سره یو ځای د قابلي پلو خوشبويي فضا نیولې ده.
هغه زغفران چې جان محمد یې ښيي اوږده لاره یې وهلې او له افغانستان څخه تر جرمني یې څه باندې ۶۵۰۰ کیلومټره سفر کړی.
خو کله چې سترګې خلاصې کړئ، وینئ چې له افغانستانه لرې په جلاوطنۍ کې د نورنبرګ ښار په هغه دولتي کور کې یاست چې شاید له تاسې وړاندې دلته نور کډوال هم اوسیدلي وي، ماشومانو يې ښايي ستاسو د ماشومانو په څېر لوبې او پټ پټوني کړي وي، او شاید مور يې هم د غرمې ډوډۍ له هغوو موادوو سره چمتو کړي وي چې له خپل وطن څخه يې راوړي وو.
ښايي فکر وکړئ چې په افغانستان کې یاست، یا په بل کوم جګړه ځپلې هیواد لکه سوریه یا اوکرایین کې، خو چې سترکې پرانیزئ ګورئ چې په جرمني کې خوندې یاست هغه هیواد چې تمه ده ستاسې کور شي.
د ماشومانو د ښېګڼې لپاره
د لومړي ځل لپاره چې هغه جرمني ته د اوښتلو هڅه وکړه میهو ټراولینین په ځنګل کې خپل بوټونه ورک کړل. دا په بوسنیا او هیرڅېګویناکې د جګړې پیل و او هغه د خپلې مور او دوو وروڼو سره هڅه کوله چې له سلوینیا څخه د جرمني په پوله واوړي، خو د پولیسو له خوا ونیول شول.
میهو چې اوس په برلین کې ژوند کوي، د هغې ورځې کیسه راته وکړه چې جرمني ته د رسیدو هڅه يې کوله، هغه وايي، ما له وړیو جوړې جرابې درلودلې، بوټان مې نه وو، ټول په خټو ککړ وم او له همدې جورابو سره د اورګاډي په تم ځای کې له خپلې مور او دوو ورونو سره په تمه وم چې بیرته تربووليي ته ولاړ شو.
تر لومړۍ ناکامې هڅې وروسته میهو او کورنۍ يې په جرمني کې د خپلو میشتو خپلوانو څخه بلنه ترلاسه کړه او په ۱۹۹۳ کال کې یې د بوسنیا او هیرڅېګوینا په لویدیز کې جګړه ځپلی سانسکي موسټ ښارګوتی پریښود او جرمني ته ورسیدل.
حسن محمدویچ په سربرینیڅا ( د بوسنیا په ختیز کې یو ښارګوټی دی چې په ۱۹۹۵ کال کې هلته په زرهاوو مسلمانان وژل شوي وو) کې له نسل وژنې تر ژوندي پاتې کیدو وروسته د ۱۹۹۶ کې په فبرورۍ کې هڅه وکړه چې ځان جرمني ته ورسوي، هغه جرمني ته په لاره اته ځلې ټرانسپورت بدل کړ، د بیلابیلو هیوادونو له پولو پلي تیر شو او تر نن ورځې نپوهیږې چې هغه تر جرمني چا راورسوه.
خو تر دې مخکې د ډیټون د سولې تړون ( چې له مخې یې بوسنیا او هیرڅېګوینا کې درې نیم کلنه جګړه پای ته ورسیده) شوی او لاسلیک شوی و، او حسن ته د لنډ وخت لپاره په جرمني کې د اوسیدو اجازه له دې یادښت سره ورکړل شوه چې بیرته دې بوسنیا او هیرڅېګوینا ته ستون شي. حسن چې اصلا په بوسنیا او هیرڅېګوینا کې له زوورنیک سیمې څخه دی، حیران و چې بیرته چیرته ولاړ شي.
"که چېرې زموږ په هېواد کې وضیعت بهتره وی، ما غوښتل چې سملاسي خپل وطن ته ستون شم. خو هیڅ داسې نښه نه وه چې موږ دې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شو. "
خو دیرش کاله وروسته یو افغان خبریال نور الله ارین هم د اروپا په ځنګلونو کې ورته سرګرداني تیره کړې ده.
کله چې طالبان بیا په کابل کې واک ته ورسیدل هغه خپل هېواد چې خپله دویمه مور یې ګڼي پرېښود. هغه خپله مور، میرمن او ماشومان خوست کې پرېښودل او جرمني ته روان شو. لومړی روسیې ته په الوتکه کې او بیا له مسکو څخه بیلاروس ته له قاچاقبرانو سره.
ارین په دې غیرې قانوني لاره سفر کې له بیلابیلو هیوادونو په موټر کې یا پلي تیر شوی او وايي په لاره یې په سلهاوو داسې کسان لیدلي چې اروپا ته یې د هغه سفر موزې پښو کړي وې چې دده په وینا ډیر ستونزمن او دردناک دی.
د هغه په وینا"کله چې تاسو د قاچاقبر په لاس کې یاست، هیڅ ستاسې په واک کې نه وي، دا چې چیرته مو وړي، څنګه مو وړي، په چا مو پلوري، یا مو وژني ".
ارین د خپل دې سفر په اړه په افغانانو کې هغه مروجه اصطلاح یاده کړه چې وايي "یا مرګ یا اروپا"
نورالله ارین د بیلاروس او پولنډ په ځنګونو کې له میاشتو پاتي کیدو او دوه ځلې له پولنډه بیرته بیلاروس ته تر شړل کیدو وروسته بریالی شو چې بالاخره د پولنډ له لارې جرمني ته ځان ورسوي.
د رسمي شمیرو له مخې د جرمني له څه باندې ۸۰ میلیونو وګړو څخه ۱۳ میلیونه يې بهرني وګړي دي.
د دوی منځ کې یوه هم سیما ستانکزۍ ده چې د خپل خاوند جان حبیبي او خپلو ماشومانو سره تازه د جرمني نورنبرګ ښار ته رامهاجره شوې. د سیما د کور پخلنځی کې د افغاني خوړو له خوشبویۍ سره د زعفرانو د چای خوشبويي هم ټول کور نیولی دی. سیما هیله منده ده چې ماشومان يې وکولی شي په جرمني کې زده کړې وکړي.
"په هماغه اول ورځ چې طالبان واک ته ورسیدل زما کور ته راغلل، زما موټر او هغه وسله یې چې د ساتنې لپاره تیر حکومت راکړې وه، راڅخه یوړل".
سیما وویل، "د طالبانو له خوا ماته هیڅ ډول مستقیم ګواښ نه و". خو هغه څه چې د سیما په خبره، د وطن پریښودلو ته يې اړ کړه، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز او له کاره د ښځو راګرځول و.
له کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ يې د ښوونځیو دروازې تړلي، نجونې يې له پوهنتوني زده کړو راګرځولي، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې يې د ښځو پر کار محدودیتونه لګولی او همدارنګه یې ښځې پارکونو، عمومي حمامونو او سپورتي کلبونو ته له تګ هم منعه کړي دي.
سیما وايي، "دې بندیزونو اړه کړم چې افغانستان پریږدم". سیما دوه لوڼې او دوه زامن لري.
د پرو اسایل په نوم سازمان چې جرمني ته د ورغلو کډوالو سره مرستې کوي د اروپايي څانګې مشر کارل کوپ وايي، کله چې د کډوالو د خوندیتوب خبره کیږي نو بشري حقونه باید تل په پام کې ونیول شي.
هغه وویل، دلته د افغان او سوریايي کډوالو د منل کیدو کچه لوړه ده.
د انتظار شېبې
له هغې راوروسته چې دیرش کلونه مخکي بوسنیايي کډوالو جرمني په سر اخیستی وو ډیر شیان بدل شوي او د کوپ په وینا جرمني یو څه زده کړي دي.
" دولدنګ" یا " هایم " کلمې چې یو مهال په جرمني کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د کډوالو کې د هر کس د ژوند لپاره ټاکونکې وي نور د کډوالو لپاره ټاکونکې نه دي.
بوسنیايي میهو ښه پوهیږي چې په "دولدنګ" حالت کې ژوند کول څنګه دي او دا څومره ستونزمنه ده چې په یو کور کې ژوند کوې او په لنډمهاله اسنادو تکیه اوسې.
میهو وايي، د " دولدنګ" جرمنۍ کلمې معنی دا ده چې څوک د یو څه وخت لپاره وزغمې. مانا دا ده چې یو څوک دې ځان سره موقتي وساتې، دا د هغې ویزې رسمي نوم و چې موږ به په هرو شپږو میاشتو کې تمدیدوله، دا زموږ د ټولو لپاره دردناکه تجربه وه ځکه چې دا اوږد انتظار و. "
میهو زیاته کړه، "هایم" کلمه په جرمني ژبه کې د کور په مانا ده چې دده په وینا د پخوانۍ کلمې " دولدنګ " پرتله ښکلې کلمه ده او منفي بار نه لري.
د اداري ستونزو سربېره دولدنګ د میهو ټول ژوند محدود کړی وو. هغه وايي:
"تاسو ته اجازه نه وه چې کار وکړئ، کالج ته لاړ شئ، سوداګرۍ ته لاړ شئ، یوازینی شی چې کوچني ماشومانو باید کړی وی، ځکه چې قانون کې مشخص شوي وو هغه دا چې باید لومړني ښوونځي ته لاړ شئ. "
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په وینا په نولس سوه نویمو کلونو کې له بوسنیا او هیرڅېګوینا څه باندې ۳۵۰ زره کډوال له جګړو وتښتیدل او جرمني کې یې پناه واخیسته.
جرمني دې کډوالو ته خوندیتوب، پر سر چت، خواړه او په سوله کې د ژوند کولو فرصت برابر کړ.
میهو ټراولینن وايي" موږ هر څه درلودل، زموږ د اپارتمان کرایه ورکول کیده او ان زموږ د سفر پیسې هم ورکول کیدلې." حسن محمدویچ هم ورته تجربه لري.
خو په ټولنه کې د ادغام کوم انتخاب نه و چې د ټراولینن په وینا یوه ستونزه وه" ځکه تر څلور پنځو کلونو وروسته ته له نوي چاپیریال سره بلدیدلې او هغه چاپیریال چې تا شا ته پریښی و د جګړې له کبله ویجاړ پروت وو، چې اړ کولې یې په هر صورت باید جرمني کې پاتې شې. خو دا ممکنه نه وه." هغه وړاندې وویل:
" د کډوالو د روزنې لپاره کوم پلان نه و، که هغه ژبه وه، یا د زده کړو دوام و، ځکه چې ددې کډوالو د پاتې کیدو لپاره په دې هیواد کې هیڅ پلان نه و، او داسې وو لکه تاسو دلته یئ څو جګړه پای ته ورسیږي، کله چې مو په هیواد کې جګړه پای ته ورسیږي، نو تاسې باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شئ".
د میهو ټراولینن په وینا " هغه وخت زما د لویې بې باورۍ د یو وخت په توګه ډیر ښه په یاد دی، هغه څه چې ژوند کې ډیر ستونزمن دي. "
تاسې باید ژبه زده کړئ!
نن په سیستماتیک ډول هر څه توپیر لري، د مثال په توګه د کډوالو فیډارالي اداره، کډوالو ته په ټولنه کې د ادغام لپاره د ژبې د زده کړې کوروسونه دایروي، جرمني سره د اشنايي پروژې ورته برابروي او په بیلابیلو برخو کې مشورې ورکوي.
د ادغام دا کورسونه د ۲۰۰۵ کال راهیسې پیل شوي، او په ۲۰۱۹ کال کې د کډوالو لپاره د جرمني د کډوالو فیډرالي ادارې ویاندې ساسکیا ګیلټینپوت د ار اس اي په نوم یو ژونال ته ویلي وو "په دې کورسونو کې څه باندې دوه میلیونو کسانو کډون کړی وو".
هغې زیاته کړه، "د ادغام د کورسونو موخه دا ده چې برخه اخیستونکي وکولی شي، په جرمني ژبه خبرې وکړي، او د ژبې له زده کړې وروسته وکولی شي په خپل ژوند کې خپله لاره پیدا کړي"
په جرمني کې د کډوالو د ښه ادغام په هدف په دې پروسه کې راغلي بدلونونو کې افغانه کډواله سیما هم شامله ده، چې په جرمني کې د دایمي استوګنې اجازه لري، سیاسي پناه ورکړل شوې او د ژبې د زده کړې چانس هم ورته برابر شوی دی.
سیما وايی، جرمني ته په رسیدو له هیڅ ډول پام وړ ستونزې سره مخ شوې نه ده. د هغې په خبره، جرمني ته په رسیدو سره، هوايي ډګر کې ورته حکومت دوه موټرې لیږلې وې، او بیا يې دولتي کور ته انتقال کړه.
سیما زیاته کړه، په لومړۍ ورځ يې کور ته د سوسیال ادارې څخه کسان ورغلل او د خوارک او نورو اړتیاوو لپاره يې پیسې ورکړې.
خو د دومره بدلون سره سره، بیا هم د ډیرو کډوالو لپاره "هایم" لومړنی ګام دی.
سیما وویل،" ټوله پروسه خورا ښه تنظیم شوې وه".
هغه وايي، یوازیني ستونزه د ژبې زده کړه ده، چې ژبه يې ددې په وینا سخته او پیچلې ده.
سیما وايي، زما خور ښوونځي ته ځي، زما دوه زامنو جرمني ژبه زده کړې او ښوونځي ته ځي، خو د سیما په خبره، خپلې ماشومې لور ته د کودکستان په پیدا کولو کې پاتې راغلې ده.
هغې زیاته کړه، دلته قانون داسې ده چې کډوال باید لومړی ژبه زده کړه کړي، ځکه د ژبې زده کړه اساسي شرط دی. هغوی چې غواړي دلته په جرمني کې نورې زده کړې وکړي، کولی شي د ژبې اضافي ټولګيو کې هم ګډون وکړي.
خو بل پلو بوسینايي کډوال میهو ټراولینن په ۱۹۹۳ کال کې جرمني ته په لومړي ځل د کډوالیدو د مهال بیخي جلا تجربه لري. هغه پرته له دې چې په جرمني ژبه پوه شي ابتدايي ښوونځي ته ولاړ. د میهو په وینا هغه وخت یې دوی تش په ټولګیو کې غورځول. میهو وايي په جرمني کې پنځم ټولګي ته ولاړ خو تر اتم ټولګي پورې یې وخت ونیوه چې جرمني ژبه سمه زده کړي.
دا بوسنیايي ټبری په جرمني کې د خپل عمر د یوې لویې برخې له تېرولو وروسته اوس په جرمني ژبه د خپلې مورنۍ بوسنیايي ژبې په څیر خبرې کوي، خو هغه وايي که په نوېیمه لسیزه کې وضیعت بدل وی نو ښه به وو.
" کاش چې هغه وخت زما مور کار درلودی، که چیرته موږ د ټولنې برخه وی، که چیرته موږ دلته د دایمې اوسیدو اسناد درلودی، کاش چې هغه وخت زما مور په جرمني ژبه پوهیدلی او موږ یو څه په ټولنه کې ګډ شوي وی".
میهو زیاته کړه، دا ښه ده چې اوس د کډوالو لپاره بیلابیل فرصتونه شته، او دوی کولی شي زر د کار په مارکیټ ورګډ شي.
په ۲۰۱۳ کال کې د جرمني کډوالو د فډرالي ادارې له خوا یوه څیړنه ترسره شوه، دا څیړنه ښيي چې د جرمني ژبې زده کړه د کډوالو ترمنځ په زیاتیدو ده او همدارنګه د کډوالو او جرمنیانو ترمنځ اړیکې هم د تیر پرتله پراخې شوي دي.
په دې کډوالو کې چې جرمني ژبه زده کوي، یوه هم ځوانه افغانه خبریاله او د سیما ګاونډۍ فریبا ارام ده.
له فریبا ارام سره مو د سیما په کور کې د ډوډۍ خوړلو لپاره وکتل. د سیما کور په هغې ودانۍ کې دی چې نور افغان کډوال هم په کې ژوند کوي.
فریبا وايي، "سیما ترټولو تکړه اشپزه ده".
خو فریبا ارام دا خبره هم راته وکړه چې شپږ میاشتې وخت یې ونېوه څو د ژبې د زده کړې کورس کې ځان ته ځای پیدا کړي.
"دلته مهمه دا ده چې تاسې ژبه زده کړئ، او دا له ټولو مخکې جرمنیانو ته مهمه ده چې د دوی ژبه زده کړئ او په جرمني خبرې وکړئ".
د کډوالو د فیډرالي ادارې ویانده ساسکیا ګیلټینپوت وايي، "په ټولنه کې د ادغام لپاره د ژبې زده کړه یو کلیدي عنصر دی".
هغې زیاته کړه، " تجربې او مطالعې ښودلې چې د کوربه هیواد د ژبې زده کړه، په هغې ژبې خبرې کول او پرې پوهیدل، د تولنیزو اړیکو، تعلیم او د کار بازار ته لاسرسی اسانه کوي".
څه بدل شوي؟
په جرمني کې د کډوالو استوګنه د پخوا پرتله ښه شوې ده، ځکه د کارپوهانو په باور جرمني کې د کار بازار بدل شوی او ډيرو کارګرو ته اړتیا ده.
د پرو اسایل سازمان څخه د کارل کوپ په خبره، سیستم او ټولنه دواړه بدل شوي دي.
کارل کوپ زیاته کړه، دا باید په پام کې ونیسو چې د نوېیمې لسیزې پیل کې د جرمني د یووالي پروسه تازه پای ته رسیدلې وه.
"دلته د جرمنیانو ، بهرنیانو او کډوالو لپاره ډیر فرصتونه شته، موږ اوس مهال دوه میلیونه دندې لرو چې باید ورته کارکوونکي پیدا کړو".
د کارل په خبره، هر څوک اوس کارګرو ته اړتیا لري، له کوچنیو سوداګریو څخه رانیولې په نانوايي، ټولنیزو خدماتو او نورو برخو کې کارګرو ته اړتیا ده، خو دا هم ده چې کمپنۍ مهارت لرونکو کارګرو پسې ګرځي.
میهو ټراولینن چې دا مهال په جرمني کې په یو شرکت کې ادارې کارونه مخته وړي له دې سره موافق دی چې اقتصادي ګټې شته.
" جرمنیان په واضح توګه هر څه پلانوي. لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړوي او د دې لپاره چې موږ دلته د شتمنۍ او هر څه کچه وساتو موږ هر کال په سلهاوو زره نویو کارګرو ته اړتیا لرو".
حسن محمودویچ چې د جرمني په مارکیټ يې کار کړی دی او د کار جواز تر لاسه کولو وروسته یې تقاعد هم اخیستی وايي، د پخوا پرتله اوس شرایط ډیر ښه شوي دي، ځکه د هغه په خبره جرمني بشري ځواک ته اړتیا لري.
کارل وايي، ډير سیاستوال اوس په دې پوهیدلي چې دا نه عادلانه ده او نه هم انساني چې خلک بیکاره پاتې شي او ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ نه شي ځکه چې دوی ددې هېواد ممکنه راتلونکي وګړي دي.
د نوموړې په وینا" نو ښه دا ده چې په ټولنه کې یې ادغام او ګډون زر پیل شي. "
سیستم خو سم شو مګر ادغام؟
د رسمي شمیرو له مخې د ۲۰۲۱ کال راهیسې په جرمني کې هر څلورم کس د کډوالۍ سابقه لري.
د جرمني په وروستیو پارلماني ټاکنو کې له بریالي شوی کسانو ۸۳ تنه د کډوالۍ سابقه لرونکي استازي انتخاب شوي وو چې دا د جرمني د پارلمان یولس سلنه جوړوي.
دا روښانه ده چې جرمني یو له هغوو هیوادونو څخه دی چې کډوالو ته هرکلی وايي.
خو د سیما په خبره، په جرمني کې هر څوک بیا دا احساس نه کوي.
سیما وايي" دلته ځینې افغانان چې کله له کوره بهر وځي افغاني جامې نه اغوندي، ځکه دوی وايي جرمنیان ورته په داسې نظر ګوري چې دوی ځوروي. "
سیما زیاته کړه، خو دلته راغلي کډوال باید پر خپل کلتور افتخار وکړي، ځکه دا د دوی هویت دی.
همدا علت دی چې سیما خپل اصلي کلتور په خپل کور او پخلنځي کې ډیر واضحه ساتلی دی.
بل پلو د سیما ګاونډۍ فریبا بیا په دې باور ده چې جرمني هغه هیواد دی چې کډوالو ته هرکلی وايي.
فریبا وايي، "ما په دې هیواد کې هیڅ داسې جرمنی نه دی لیدلی چې زه به يې ځورولې یم، ښايي قانون دوی منعه کوي چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي، کله ناکله زاړه جرمنیان خلکو ته یو رقم ګوري، خو ځوانان بیا داسې نه دي، هغوي له کډوالو سره هیڅ ستونزه نه لري".
د کارل په خبره، اوس د جرمني په ټولنه کې د کډوالو ګډون او ادعام د نوی عصر سره برابر او پرانیستی دی، کارل وايي، خلک"جرمنیان" پوهیږي چې له زده کړو او کار څخه د ډیرې مودې لپاره د کډوالو لرې ساتل بې ګټې ، خطرناک او ډیر لګښت لرونکي څه دي. همدارنګه دا خلک هم دردوي.
د کارل په خبره، اوس په جرمني کې د کډوالو په اړه یو "تود بحث" روان دی.
د انفوایمیګرینټس ویب پاڼې چې اروپايي ټولنه یې مالي ملاتړ کوي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په دریو لومړیو میاشتو کې پر پناه غوښتونکیو بریدونو کې د تیر کال د همدې مودې پرتله زیاتوالی ثبت شوی دی.
د جرمني شپیګل مجلې سره د جرمني صدراعظم اولاف شولز په یوې مرکه کې ویلي، جرمني به د هغوو کارګرو کډوالو چې د کار اړتیا ده ورته او هغو پناه غوښتونکو چې له سیاسي تعقیب سره مخ دی ترمنځ په روښانه توګه توپیر کول پیل کړي. هغه وویل څوک چې" له دې دوو ډلو یوې پورې هم نه وي تړلی هغه موږ سره پاتې کیدای نه شي. "
نوموړي په دې مرکه کې دا هم ویلي چې جرمني باید په پراخه پیمانه له خپل هېواد څخه د نا منل شویو کډوالو ایستل پیل کړي. د جرمني صدراعظم په دې مرکه زیاته کړې" هغوی چې دلته پاتې کیږي نه یوازې باید کار وکړي بلکې باید ټولنه کې په ښه توګه مدغم او په ښه توګه ژوند وکړي. "
شولز شپیګل مجلې ته وویل" البته د یو هیواد په توګه موږ دا حق لرو چې پریکړه وکړو څوک په خپل هېواد کې ومنو څوک ونه منو، د بېلګې په توګه وړتیا لرونکي کارګر او استعدادونه . او دا د هغوو کسانو پر منلو اغیز نه کوي چې له جګړو د تښتې په حال کې وي یا د سیاسي تعقیب لاندې وي. هغه زیاته کړه، جرمني د پناه ورکولو په برخه کې اوږد تاریخ لري.
دا مهال که له یوې خوا جرمني له دې هېواد څخه د یو شمېر کډوالو د ایستلو لپاره د لارو چارو د موندلو په هڅه کې دی، بل خوا اروپايي ټولنه د کډوالو د منلو لپاره د یو نوي سیسټم پر تصویب کار کوي چې که چېرې ومنل شي نو دا به ډوبلین هغې پروسې ته د پای ټکی کیږدي چې له مخې یې کډوال چې د اروپايي ټولنې هر هېواد ته داخل شي، هماغه هېواد یې د پروسې د تعقیب مسول دی.
کارل کوپ وايی، په جرمني کې د یومیلیون اوکراییني کډوالو منل د بریا یوه کیسه ده، خو دا په دې مانا نه ده چې ټولو کډوالو ته په مساویاونه توګه ښه راغلاست ویل کیږي. هغه څه چې سیما هم ورسره موافقه ده او وايي په ټولګیو کې له اوکرایني او افغان ښځینه کډوالو سره یو ډول چلند نه کیږي.
کارل کوپ زیاته کړه، له یوې خوا له افغانستان څخه د هغوو کسانو د تخلیې پروسه روانه ده چې په تیرو شلو کلونو کې یې له جرمنیانو سره کار کړی دی. د هغه په وینا دا پروسه روانه ده خو ډیره ښه نه ده روانه. نوموړی زیاتوي، بل پلو جرمني د ښځو او دبشري حقونو فعالانو، لږکیو، او نورو هغه کسانو ته چې د طالبانو څخه تښتي د منلو یو پروګرام هم اعلان کړی دی.
د کارل په خبره، اوس د محافظه کارانو او ښې اړخو ترمنځ په دې بحثونه روان دي چې ټول بشردوستانه پروګرامونه باید ودرول شي. هغه څه که وشي نو د خطر سره د یو شمېر مخ په ځانګړې توګه زیانګالو ښځو لپاره به جرمنې ته د ژوند ژغورنې لپاره د تګ لاره بنده شي.
دوي د کارګرو په لټه وو چې کډوال راغلل
کارل کوپ زیاتوي که چیرې موږ په جرمني کې اوسنی بحث یوې خوا پریږدو، دې هېواد د بوسینایي کډوالو له تجربې زده کړه کړې، او نن ورځ د سیستمونه، شرکتونه او مدني ټولنې په شمول ډیرې خواوې د کډوالو د ادغام په پروسه کې ښکیلې دي.
د کډوالو د ادغام لپاره د څیړونکو د یوې شورا له خوا، ترسره شوې څیړنه ښيي چې د کډوالو سره د پیوستون په برخه کې د ځایي اوسیدنکو لیوالتیا او خواخوږې زیاته شوې ده. په دې څیړنه کې له څه باندې څلور زرو کسانو پوښتنې شوې وې، او ډیر تمرکز د اوکرایین، سوریې او نایجریا پر کډوالو وو.
د دې شورا یوې څیړونکې نورا سټورز د ار ایس اي په نوم یو ژونال ته ویلي، د مثال په توګه له هر څلورو مرکه کوونکو درې يې دې ته چمتو وو چې له کډوالو سره نقدې مرستې وکړي، او د دې مرکه کوونکو دوه پر درېیمه برخه یې بیا چمتو وو چې ددې درې هېوادونو له کډوالو سره نورې مرستې وکړي.
بوسنیايي میهو چې اوس یو جرمنی وګړی دی، وايي، جرمني داسې کسان نه شي منلی چې " ځان په بشپړه توګه ددې ټولنې برخه نه ګڼي "
میهو وايي، سره له دې چې په سیستم کې بدلون راغلی دی، خو ځینې ننګونې شته.
د هغه په خبره، لومړی خو دا ورته حیرانونکې ده چې که چیرې هغه جرمني وګړواله لري، په جرمني ژبه روانې خبرې کولی شي نو بیا ولې هغه "د کډوالې بګراونډ لرونکی جرمنی" ګڼل کیږي.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې ما په دې هیواد کې د خپل ژوند ډیره برخه تیره کړې، خو کله کله دا احساسوم چې ولې جرمنیانو ته زما تخلص مهم دی.
" که داسې ووایم، دوی په ورکټون کې له ما پوښتنه کوي، ایا زه خپل هېواد بوسنیا ته ځم؟ البته بوسنیا زما ټاټوبی دی، خو ولې جرمني زما ټاټوبی نه کیږي.؟ "
میهو ابتدایي ښوونځی په جرمني کې لوستی او بیا یې لیسه په بوسنیا او هیرڅیګوینا کې خلاصه کړې ، خو کله يې چې د لیسې اسناد جرمني ته راوړل ونه منل شول، او جرمني کې بیرته د کډوالو د چمتو والي ټولګي ته لاړ، هغه چې د بهرنیانو لپاره د چمتوالی کال دی.
میهو وايي د چمتووالي په دې دوره کې به ورڅخه خلکو پوښتل، " ته خو به جرمني ژبه ډیرې ښې خبرې کوې دلته څه کوې؟ ما به هم له ځانه پوښتل چې زه ولې دلته یم"؟
میهو زیاته کړه، داسې قضیې پېښې شوي چې د هغو کسانو لپاره د کور کرایه کول یا کار موندل ستونزمن وو چې غنم رنګه یا تورپوستي دي. "
هغه وايي"زه دا خبرې همداسې هوايي نه کوم، په دې برخه کې ډیر مطالعات شوي او دې مطالعاتو ښودلې چې دا ډول توپیري چلند شوی دی".
د بېلګې په توګه، طارق علوس په ۲۰۱۵ کال کې له سوریې جرمني ته راوتښتیده، شپږ کاله وروسته د زرغون ګوند په استازیتوب پارلمان ته نوماند شو، خو هغه وروسته له نوماندۍ په شا شو، او ويې وویل، د شخصي ګواښونو او توکم پالنې له کبله له نوماندۍ په شا کیږم.
خو د کارل په خبره، نن ورځ د جرمني په پارلمان کې بوسنیایی کډوال شته دی.
کارل وايي، دوی( بوسنیان) نور کډوال نه دي، دوی د جرمني وګړي دي او د خپلو ولسوالیو استازیتوب کوي، زه وایم دا یو ښه چلند دی، او زه باور لرم که دوی سم کار وکړي دا کیسه به بریالۍ وي".
که څه هم هغه زیاتوي چې، په جرمني کې انساني او پرانیستی چلند تر برید لاندې دی او ټولو کډوالو سره یو ډول چلند نه کیږي.
د کډوالۍ او ادغام لپاره د څیړونو د شورا څیړنه وايي، شمیرو ښودلی چې مرکه کوونکو په خپلو ځوابونو کې د مختلفو اصلیتونو او دینونو له مخې د کډوالو ترمنځ توپیر کاوه.
داکټر نورا وايي، د مثال په توګه څیړنې ښودلې چې ۶۷ سلنه ځواب ورکوونکو دې ته چمتووالی ښودلی وو چې اوکراییني کډوالو سره تر چارواکو لاړ شي، په داسې حال کې چې ۶۳ سلنه د سوریه او نایجریا کډوالو په برخه کې مرستې ته چمتو وو.
همدا راز د ډاکټر نورا په وینا د دین له پلوه مرکه کوونکو ۶۶ سلنه د مسیحیانو او ۶۳ سلنه د مسلمانو کډوالو ملاتړ کړی و.
نورا زیاته کړه، دوی په دې اړه معلومات نه لري چې ولې خلک د کډوالو ترمنځ توپیر کوي.
د نورا په خبره،" ډیرې انګیرنې ممکنې دي، د بیلګې په توګه، دا چې عیسویان له اوکراییني کډوالو سره خواخوږې لري علت يې کیدای شي د کلتور نژدې والی وي، خو دا ډول چلند بیلابیلې نورې انګیزې هم لري".
موږ يې کولی شو!
کله چې په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د کډوالو څپه راورسیده ، جرمني له دې کډوالو یو میلیون سوریايې کډوال په خپل هیواد کې ومنل، او د هغه وخت د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل یوه مشهوره خبره همدا وه چې "موږ یې کولی شو." او دا د کډوالو بحران ته د جرمني ځواب و.
جرمني په اوکرایین کې د جګړې له پیل را وروسته، په همدې شمیر اوکراییني کډوال هم ومنل.
له دې سره همهاله اروپایي ټولنې د کډوالو د "موقتې ساتنې لارښود " هم تصویب کړ چې پر بنسټ يې اوکراییني کډوال په اوتوماتیک ډول ټولنیزو مرستو او د کار مارکیټ ته لاسررسی مومي.
کارل کوپ وايي" موږ هڅه کوو چې دا روحیه وساتو، ځکه د کډوالو په منلو کې جرمني مخکښ دی او رول یې مهم دی. که چیرې موږ دا مخکښ رول له لاسه ورکړو، په ټوله اروپا کې به د کډوالو د خوندیتوب سیستم کمزوری شي. "
هغه زیاته کړه، د ټولنې فعال غړې باید راتلونکی جوړ کړي.
کارل وايي، کډوال باید په انتظار کې ونه ساتل شي او زیاتوي" د انتظار ژوند د یوې خوځنده ټولنې سره جوړ نه راځي."
حسن محمدویچ وايي، په دې ښه پوهیږې چې تر یوې لسیزې زیات وخت د استوګنې د اسنادو ترلاسه کولو لپاره انتظار څومره سخت دی، ان د دایمي استوګنې د جواز له کبله هغه یو ځل له خپلې ټولې کورنۍ سره نیول شوی هم و. د حسن په خبره، هغه او میرمنې یې دوه شپې په توقیف تیرې کړي دي.
حسن په جرمنی کې د نهو کالونو له تیرولو او د سیستم پر وړاندې له مبارزې وروسته، اسناد ترلاسه کړل، خو د هغه میرمن او ماشومان چې په ۱۹۹۲ کې جرمني ته راغلی وو لا هم د اوسیدو دایمې اسناد نه لري.
خو د کډوالو لپاره د جرمني د شته سیستم په مرسته هغوی ته کور او ټولنیزه مرسته ورکول کیږي.
۶۰ کلن حسن اوس په برلین کې له خپلې میرمنې او پنځو ماشومانو سره ژوند کوي. هغه د اسلامي کلتور په یو مرکز کې دنده لري، خو وايي، کاش چې حالات بل ډول وی، خپله کورنۍ يې په مالي ډول تمویلولی شوی او ژبه يې زده کړی وی.
حسن وايي، "ما د کار کولو لپاره لیوالتیا درلودله، خو هیڅ چانس راته نه و".
حسن محمودویچ وايي، که ما کولی شو بیرته خپل وطن ته ستنېدم، خو هغه له خپل پلرني ټاټوبي درنیاچا څخه شړل شوی و. په ۱۹۹۲ کې د جګړې د پیل پرمهال دا سیمه د زوورنیک په ښاروالۍ پورې تړلې وه. هغه به سربرینیڅا ته تلو چیرې چې په ۱۹۹۵ م کال په جولای کې نسل وژنه وشوه. حسن اتیا ورځې د توځلا په ځنګلونو کې تیرې کړې، د څه په اړه چې نوموړي وروسته " ازادۍ ته د حسن محمدویچ لاره " په نوم کتاب ولیکه.
زه څنګه کولای شم جرمنی شم؟
په جرمني کې له پنځو کلونو ژوند وروسته میهو او کورنۍ يې په ۱۹۹۷ کې بیرته خپل هیواد بوسنیا ته ستانه شول. دا د میهو د مور پریکړه وه. هغه مهال له دوی څه باندې ۷۶ زره نورې بوسنیايۍ کورنۍ هم بوسنیا ته ستنې شوې.
څلور کاله وروسته، میهو بیرته د زده کړو لپاره برلین ته لاړ، خو د هغه په خبره، دا ځل د دولدنګ( موقتي استوګنې) له حالت سره مخ نه وه او هغه د جرمنې د ټولنې یوه غړی و.
"زه اوس یو جرمني، یو بوسنیایی او اروپايي یا هر څه چې یې بولۍ یم".
سره له دې چې له کلونو راهیسې په مرکزي اروپا کې ژوند کوي، چیرته چې د حسن درې ماشومان زیږیدلي دي، خو بیا هم هغه ورته نظر نه لري. هغه وايي، ښه دی، کومه ستونزه نه لري، غواړي ډاډمنه کړي چې کورنۍ یې زده کړې وکړي او ماشومان یې وکولی شي کار وکړي او ژوند وکړي. خو هغه وايي" زه کله هم جرمنی کیدای نه شم، زه حسن یم "
له هغوي چې کډوالي یې تجربه کړې هیڅ یو یې نه وايي چې اسانه ده . د کډوالۍ پروسه کې ښه وي یا بده، هیوادونه که پولې وتړي یا يې پرانیزي، خو مهاجرت اسانه نه دی. هغوی چې د مرګ له ویرې او یا د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره ټول هغه څه چې ورسره رالوی شوي او بلد وي شاته پریږدي او د ارین په څېر په یو ناڅرګند سفر ووځي چا چې د یو ښه راتلونکې په لټون، د بلاروس او پولنډ په ځنګلونو کې په شپو او ورځو سرګرداني تیره کړه.
هغه څیړنه چې هر کال د کډوالو د فیډرالي ادارې له خوا د " ټولنیزو ونډو" تر نامه لاندې ترسره کیږي، د بالغو پناه غوښتونکو د مسلکي روزنې او پخوانیو کاري تجربو په اړه معلومات راټولوي.
د بېلګې په توګه په ۲۰۲۱ کال کې جرمني ۷۵ زرو کسانو د پناه غوښتنه کړې وه، چې په دې کې ډیره برخه سوریا یان او ورپسې افغانان وو.
له دې پناه غوښتونکو په سلو کې شپاړسو یې لوړې زده کړې کړې وې، خو د ډیرو دوی وروستی دندې " فزیکي کار " و.
ارین چې افغانستان کې ژورنالیست و، او له یو ډیر سخت او اوږد سفر وروسته چې په کې یې فزیکي او لفظي ځورونې ګاللي ،جرمني ته رسیدلی وايي دا هر څه ګالل په اروپا کې د ژوند کولو لپاره نه ارزي.
د هغه په خبر،" هیڅ څوک د دې ډول وهلو او سپکاوي مستحق نه دي".
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ډیرو نړیوالو سازمانونو د پولنډ - بیلاروس پر ګډه پوله له کډوالو سره چلند ته اندیښنه ښودلی ده.
د ښه راغلاست فرهنګ
د سیما کور ته په ننوتلو سره لومړی څه چې ستاسو هرکلی کوي، هغه پر دسترخوان بیلابیل افغاني خواړه دي.
په ننوتلو سره له تاسې لومړی پوښتنه همدا وي چې د څښلو لپاره څه غواړئ؟ که څه هم په ټوله نړۍ کې خلک دا پوښتنه کوي. دا د ښه راغلاست یو فرهنګ دی، خو دا دلته په نورنبرګ کې د یو افغانې کورنۍ د میلمه پالنې نښه هم ده.
همداسې د ټولو خنډونو او ستونزو سربېره، د ورغلیو کډوالو لپاره د جرمني د ادغام د سیستم دروازه هم پرانیستې ده.
کارل کوپ وايي، اوس باید روحیه لوړه وساتو، هغه د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې دا جمله تکرار کړه چې "موږ کولی شو".
د هغه په خبره کله چې په ګډه کار وکړو موږ یو بل ته مخ کیدلی شو. د نوموړي په وینا " جرمني بډایه دی خو موږ په ټولنه کې ډیر ویش لرو او دې روحیه بدله کړې ده." نوموړې هېله وښوده چې بیرته به لا ډیره مثبته روحیه، میلمه پالنه او نور تحرک رامنځ ته شي."
خو پر دې سربېره چې کډوال په خنډونو او ستونزو که هغه د اسنادو برخه کې وي که د استوګنې د ځای یا ژبې د زده کړې او یا هم له نوي چاپیریال سره دعادت کیدو په برخو کې وي لاس بري هم شي، ټول خلک چې له یو هېواد بل ته کډه کیږي خپل شخصي کړاو ګالي. لکه فریبا چې وايي" دا ډیر وخت نیسي چې یو شخص د یو بل هېواد له چاپیریال سره عادت شي." د هغې په وینا" افغانستان ځانګړی و، او اوس په یو نوي هېواد لکه جرمني کې کلتور، عنعنات د ژوند بڼه او هر څه بدل دي. "
Your browser doesn’t support HTML5
دوی که څه هم دلته له جګړو خوندې دي او هیڅ ډول ویره نه لري، خو دوی دا ژوند له خپلو عزیزانو لرې او یوازې پیل کړی دی.
د فریبا په خبره، "د کډوالۍ تر ټوله لویه ننګونه دا ده چې له کورنۍ او عزیزانو دې لرې ژوند کوئ".
بوسنیايي میهو چې لسیزې یې جرمني کې تیرې کړي ورته خبره کوي کوي. هغه وايي" له شلو کلونو راهېسې زه له خپلو وروڼو او مور سره یو ښار کې نه یم اوسیدلی. کله چې ته په ژوند کې ښې شېبې ولرې خو هغه خلک درسره نه وي چې تاته ډیر نژدې وي، دا ډیره سخته ده. "
بل پلو، حسن محمودویچ په ۱۹۹۹ م کال کې د اسنادو نه لرلو له کبله ونه توانیده چې د خپل پلار جنازې ته ولاړ شي، خو کله یې چې په ۲۰۰۳ کال کې ورور مړ شو، هغه وتوانیده چې د اوو ورځو موقتي جواز په ترلاسه کولو یې په بوسنیا کې خاورو ته وسپاري.
افغانه سیما ښه پوهیږي چې د خاپوړو د وطن پرېښودل څومره ستونزمن وي. د سیما په خبره، کله چې د جرمني حکومت د راتګ ویزه ورکړه، نیم کال نوره هم په تمه شوه چې کیدای شي طالبان بدلون وکړي او اړتیا نه وي چې وطن پریږدي.
"موږ هیله درلوده چې طالبان به بدل شي، ښايي ښوونځي به پرانیزي او بیا به موږ اړ نه یوو چې له هېواده ووځو، خو داسې ونه شول او موږ دلته د راتلو پرېکړه وکړه."
د سیما په خبره، هغه ورځ چې "زه له افغانستانه ووتم، زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه."
سیما وايي، "تاسو ته به هره شیبه وطن دریادیږي، هغه ځای چیرته چې تاسې زیږیدلی یاست هیڅکله مو نه هېریږي."
خو سیما د خپل وطن رنګونه په هغو خوړو کې جرمني ته راوړي چې دا یې هره ورځ نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره په پخلنځي کې پښوي او د ګاونډیو برخه هم په کې کوي. د هغې کور کې د زعفرانو چای اوس هم هره ورځ دمیږي.
د خپل اصلي ټاټوبي سره تړاو میهو ټراولینن ته هم مهم دی څوک چې هره شنبې د بوسنیايي قهوې بنډار کوي.
میهو وايي، "دا زما کور ده، زه دلته اوسیږم، زما ماشومان دلته زیږیدلی دي، هغوي دلته وړکتون ته تللي دي، ما دلته زده کړې دي، دلته کار کوم، دلته ملګرې لرم، خو بیا هم یو څه وي چې زړه پسې لېواله وي، خو سړی اصلا نه پوهیږي چې څه دي".
خپلې خبرې له میهو سره په برلین کې پای ته رسوو، چیرته چې هغه خپل ټول ژوند تیر کړی دی.
هغه وايي، غواړي چې په جرمني کې ټول کډوال هرڅه ژر عادي ژوند پیل کړي.
په داسې حال کې د کډوالو لپاره پالیسۍ بدلیږي، شاید د ځینو لپاره ښه، یا بده وي، ځینې کورنۍ جرمني ته راځي، ځینې بیرته ځي، ځینې د سوریې له حلب څخه راغلې، ځینې د سربرینڅا له نسل وژنې ژوندي پاتي دي او ځینې له کابله راوتلي، کیدای شي د دوی له منځه د جرمني راتلونکي د پارلمان استازي یا صدراعظم راپورته شي.
هغه مور او پلار چې هر سهار خپلو ماشومانو ته د زعفرانو چاي تیاروي، هیله يې دا ده چې ماشومان یې لوړې زده کړې وکړي او په جرمني کې ژوند وکړي چې د پرمختګ چانس ولري، او دا هیله د هر هغه افغان یا د بل هیواد د کډوال ده چې اروپا ته راغلي دي.