رجني پرکاش او هندي مېړه سره افغانستان ته د ستنېدو هیله

Your browser doesn’t support HTML5

رجني پرکاش هغه افغان هندو ده چې یودېرش کاله مخکې پر خطرناکو لارو له هیواده وتلو ته اړه شوې وه او اوس په هند کې اوسي. دا وايي، د کورنۍ جګړې پر مهال کله چې ځینو کسانو د دوی د ګاونډي هندووانو تر وژلو وروسته د هغوی د سرو زرو غاښونه هم وایستل ، د دې کورنۍ پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي.