له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هېواد د حکومت ضربالاجل په پای ته رسېدو دی. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې ویلي، پاکستان ۸۵۰زره افغان کډوالو ته چې د اېسيسي ACC یا افغان تابعیت کارتونه لري، د اپرېل تر ۱۵مې وخت ورکړی څو په داوطلبانه توګه له پاکستانه ووځي کنه وبه ایستل شي.
له افغانستان څخه جرمني ته د ورغلو افغان کډوالو ژوند په دې هیواد کې څنګه روان دی؟ په دې راپور کې د هغې افغانې کډوالې ژوند ته کتنه شوي چې د تیر نظام پر مهال د شبرغان د والي مرستیاله او تر هغې مخکې خبریاله وه.
دیرش کلونه وړاندې کله چې له بوسنیا او هیرڅېګوینا څخه لومړی کډوال جرمني ته ورسید، تر ننه پورې که څخه سیتسمونه او قوانین بدل شوي خو په جرمني کې د میشتو افغان کډوالو او بوسنیایانو تجربې سره ورته دي، او په دې هیواد کې د ادغام پروسه اوږده او ستونزمنه ده.
دلیپ سینګ هغه افغان سیک دی چې د ورور په ګډون يې د کورنۍ پنځه کسان یوځايي په کابل کې پر سیکانو او هندوانو په حمله کې وژل شوي. ښاغلی سینګ د غزني په ولایتي شورا کې د هندوانو او سیکانو استازی هم پاته شوی دی. دی د امنیتي ستونزو له کبله اوسمهال په هند کې اوسي. راپور: ملالۍ بشیر
اقبال سینګ په ۲۰۱۸م کال کې په جلال اباد ښار کې پر هندوانو او سیکانو له خونړۍ حملې ژوندی پاته شو خو وايي چې دا پېښه یې تر اوسه په اضطراب کې ساتي. دی چې له دې حملې ورته د رسېدلو ټپونو نښې راښيي، وايي، د ژوند تر ټولو ځوروونکې پرېکړه یې دا وه چې خپل هیواد پریږدي. راپور: ملالۍ بشیر
جمنا هلمندی له کلونو راهیسي په نوې ډیلي کې نانبايي لري. دی وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله نه ده او نه یې هم زوی ښوونځی لوستی. جمنا وايي، افغانستان یې نه هیريږي او که په خپل هیواد کې يې جګړې نه وای جوړې شوې، ده به اوس هم په هلمند کې ښه ژوند کاوه. راپور: ملالۍ بشیر
رجني پرکاش هغه افغان هندو ده چې یودېرش کاله مخکې پر خطرناکو لارو له هیواده وتلو ته اړه شوې وه او اوس په هند کې اوسي. دا وايي، د کورنۍ جګړې پر مهال کله چې ځینو کسانو د دوی د ګاونډي هندووانو تر وژلو وروسته د هغوی د سرو زرو غاښونه هم وایستل ، د دې کورنۍ پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي.
کرپال سینګ ملاتړ تر درو لیسزو زیاته موده کیږي چې په هند کې اوسي خو اوس هم د خوست کیسې کوي. دی له افغانستانه د وتلو پر مهال د هغې شیبې کیسه کوي چې له کبله یې تر اوسه ژړیږي. ملاتړ وايي، دا تخلص يې ورته یوه معلم ورکړی و چې دی وهڅوي چې د ټولو افغانانو سره له درېدو ډډه ونکړي. راپور: ملالۍ بشير
په جرمني کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وایي چې په سختو ستونزو اروپا ته رسېدلي او اوس ځان او کورنیو تهیې د ښې راتلونکې هیله لري. فریده سیال په دې راپور کې د جرمني مېشتو یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د ژوند کیسه کوي.
سلګونه زره افغانان، له یوې نیمې میاشتې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي. ډېری دغه افغانان چې خپل هېواد ته ستانه شوي، سرپناه نهلري. هغوی دغهراز سختې اقتصادي ستونزې لري. نړیوالو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانانو ایستل ودروي، خو اسلاماباد وایي چې دا لړۍ به په جدي توګه دوامداره وساتي.
نورالله ارین، هغه ځوان دی چې په قاچاقي لارو جرمني ته رسېدلی. دی وایي چې د دې منزل لپارهیې پر "ستړو او نا انساني لارو" مزل کړی. هغه د پولنډ او بلاروس په پولو کې د خپلو ځینو هملارو د تلف کېدو کیسې کوي. ارین اوس په جرمني کې پناه غوښتونکی دی او وایي له هېواد او کورنۍ لیرې ژوند ورته ډېر ستونزمن دی.
پر افغان مذهبي لږکیو د هدفي بریدونو له زیاتېدو سره، یو ډېر شمېر افغان سېکهان او هندوان، هند ته کډوال شول. سره له دې چې د دوی لویه برخه لا له وړاندې هند ته کډوال شوي وو، خو تر اوسه د کوربه هېواد د استوګنې اسناد نهلري. په دې راپور کې، د دغو افغان هندوانو او سېکهانو ژوند ته کتنه شوې ده.
نور راوښيه