حاجي محمد: نشو دومره ناهیلی کړم چې خپل ټول مهم سندونه مې وسوځول

ارشیف: په کابل کې یو شمېر معتادین

د پکتیا ولایت اوسېدونکی حاجي محمد تر نشو مخکې ښوونکی و.

ده لومړی چرسو او بیا ښیښې ته مخه کړه.

حاجي محمد وايي چې د نشو له امله یې خپل ټول وسایل خرڅ کړل او په هغو پیسو یې نشه يي مواد واخیستل.

دی زیاتوي چې نشو دومره ناهیلی او په ذهني لحاظ کډوډ کړی چې خپل ټول تحصیلي سندونه یې وسوځول.

حاجي محمد ولې معتاد شو او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟

په دې اړه یې د زړه خواله کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حاجي محمد سره مرکه