د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د درملنې په بهير کې د معتاد ذهن څه ډول بېرته رغول کېږي؟


د نیشه یي توکیو یو شمېر معتادین د درملنې پړاو کې - ارشیف
د نیشه یي توکیو یو شمېر معتادین د درملنې پړاو کې - ارشیف

ارواپوهان وايي چې د اعتیاد د درملنې په بهير کې د بیا رغونې یا بیا پياوړتیا پړاو ځکه مهم دی چې په دې پړاو کې د معتادینو ټولې هغه ذهني او رواني نیمګړتیاوي اصلاح کېږي چې د نشې پر مهال دوی ورسره مخ شوي دي، خو که دا پړاو لکه څنګه چې لازمه ده هغسې عملي نه شي، درملنه به مثبته نتیجه و نه لري.

دا چې د معتادینو د درملنې په بهیر کې د بیا رغونې یا بیا پياوړتیا پړاو څومره مهم دی، دا پړاو په مجموع کې څومره وخت دوام کوي، باید په دې پړاو کې ډاکټران او ارواپوهان له معتادینو سره څه ډول چلند وکړي او په دې پړاو کې د معتادینو د کورنیو مسئولیتونه څه دي؟ په دې اړه مو د معتادینو د درملنې له متخصص ارواپوه مطیع الله وزيري سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې د اعتیاد د درملنې کومې مرحلې ته (rehabilitation) یا د بیا رغونې پړاو وايي؟

د مرکې د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG