د پاکستان پوځ د ۳ هېوادونو له ځانګړو ځواکونو سره د ترهګرۍ ضدو تمرینونو خبر ورکړ

له ارشیفه د یو شمېر پاکستاني پوځیانو تصویر

د پاکستان پوځ وایي چې د بحرین، عراق او کویټ له ځانګړو ځواکونو سره یې په ګډه د ترهګرۍ ضد تمرینونه ترسره کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فجر الشرق په نوم دغه تمرینونه دوه اوونۍ د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په مرکز کې ترسره شول.

پاکستاني چارواکو د دغو تمرینونو هدف د خپلو ځواکونو د وړتیاوو لوړول او دګډې همکارۍ پراختیا ښودلې ده.

پاکستان دغه پوځي تمرینونه داسې مهال کوي چې په هغه هېواد کې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو چې د پوځ په وینا دوه ملکیان په کې ووژل شول او د درېیو سرتیرو په ګډون لس تنه نور ټپیان شول.