د نړۍ اتل د بې‌وزلۍ کیسه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

علي رضا اساهي د تېرې پنجشنې په ورځ په جنوبي کوریا کې د بدن ښکلا او فټنس د سیالیو په څلورم پړاو کې د پیشکوستان ډله کې د سرو زرو مډال وګاټه او اتل شو. هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او اوښکې یې تویې کړې.