له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال د زده‌کړو امکانات غواړي

له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. 02.11.2023

له پاکستان څخه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو د امکاناتو د برابرولو غوښتنه کوي.

د دغه ماشومانو یوه برخه نجونې دي چې د پاکستان په ښوونیزو مرکزونو کې یې تر لومړنۍ او منځنۍ کچې زده‌کړې کړي دي.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راغلو کډوالو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه کړې، خو د تېرو شاوخوا دوو کالو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د انجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کنندهار راپور