د پېښور پولیسو په بورډ بازار کې د افغانانو غرفې ویجاړې کړي
Your browser doesn’t support HTML5
په دې وروستیو ورځو کې د پېښور ښار د پراختیا ادارې په بورډ بازار کې د یو شمېر پلورونکو غرفې او کراچۍ ویجاړې کړي چې اکثره د افغانانو اړوندې وې.
یو شمېر افغانان په دې باور دي چې دغه اقدام له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د ایستلو پورې تړاو لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، دا یو معمولي کار دی.