پر اسراییلو د حماس د جنګیالیو له پراخو حملو وروسته متحدو ایالتونو حماس تروریستي ډله بللې او ویلي یې دي، چې دا حملې یې غندي او د اسراییلو د خلکو او حکومت ترڅنګ په قاطعیت سره درېږي.
د امریکا دفاع وزیر لویډاوستین پرون (د اکتوبر په ۷مه) وویل چې پنټاګون به دا یقین ترلاسه کړي چې اسراییل باید هرهغه څه ولري چې د خپلې دفاع لپاره اړتیا ورته لري.
د برېتانیا، فرانسې، هسپانیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو حکومتونو هم په خپلو اعلامیو کې د خپل ځان د دفاع لپاره د اسراییلو پر حق تینګار کړی.
د فرانسې د بهرنیوچارو وزارت د حماس حملې غندلي او له اسراییلو او د دې بریدونو له قربانیانو سره یې بشپړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

اسراییلي ځواکونو د حماس له بریدونو وروسته د شنبې پر ورځ متقابل بریدونه پيل کړي
هسپانیا په یوه اعلامیه کې دا پر اسراییلو بې توپیره حمله بللې او غندلې یې ده.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او روسیې د کړکېچ له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت مرستیال د سمدستي اوربند او سولې لپاره غږ کړی.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د لوی مذهبي مشر یوه جګپوړي سلاکار ویلي دي چې تهران د ده په وینا د حماس د ویاړلو عملیاتو ملاتړ کوي.
د ایران د پارلمان غړو په خپله پرونۍ غونډه کې د اسراییلو او امریکا پرضد شعارونه ورکړل.
په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې د فلسطیني جنګیالیو ستاینه کړې ویلي یې دي چې پر اسراییلو له برید سره خدای مرسته کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د فلسطین د خلکو مقاومت د هغوی مشروع حق بللی دی.

حماس ډلې پر اسرییلو د شاوخوا ۵ زرو توغندیو د ویشتو خبر ورکړی
فلسطینۍ حماس ډلې دا ناڅاپي حملې داسې مهال وکړې، چې اسراییلیان د خپل مذهبي جشن سیمچات تورات د لمانځلو په حال کې وو.
دې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د سیل الاقصي په نوم په دې عملیاتو کې له پنځه زره زیات توغندي ویشتل شوي او د دوی جنګیالي د اسراییلو له سرحد څخه چې کلک امنیتي تدابیر پکې ټینګ دي اسراییلو ته ننوتي دي او د دې هېواد د جنوب په لږترلږه اوو سیمو کې یې د اسراییلو له دفاعي ځواکونو سره نښتې کړې دي.
په همدې حال کې د اسراییلو لسګونه جټ الوتکې د غزې تړانګې پرسره الوتنې کوي.
اسراییلي چارواکي وايي، چې دا الوتکې د حماس ډلې پوځي تاسیسات او د قوماندې مرکزونه په نښه کوي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ، چې هېواد یې د جګړې په حالت کې دی.