میدان وردګ کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه

تصویر له ارشیفه

په میدان وردګ ولایت کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د دغه ولایت د سرې مياشتې چارواکي وايي، دغه مرسته د څه کم شپږ میليونه افغانيو په اندازه ده، چې د مرکز میدانښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به پر ۷۰۰ بې سرپرسته او غریبو کورنیو وویشل شي.

دوی زیاتوي، چې د دغو مرستو زیاته برخه یې د کونډو لپاره ځانګړې کړې ده.

بلخوا: هغه کونډې او بې سر پرسته ښځې چې یاده نغدي مرسته يې تر لاسه کړې، له دې امله خوشاله دي او د نورو مرستو غوښتنه لري.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په میدان وردګ کې له بې سرپرسته کورنیو سره د مرستو راپور