د ووشو افغان لوبغاړي نصرت الله حبیبي د چین په اسیایي سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

تصویر له ارشیفه، د چین به اسیایي سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي

د افغانستان د ووشو لوبغاړي نصرت الله حبیبي په اسیايي لوبو کې د برنزو مډال خپل کړ.

حبیبي دوشنبه ناوخته په ۷۵کیلو وزن کې د تایلند لوبغاړی مات کړ.

هغه د برنزو مډال د ګټلو تر څنګ په نیمه پایلوبه کې هم ځای پیدا کړ. تمه ده نیمه پایلوبه د چهارشنبې په شپه له ایراني لوبغاړي سره وکړي.

په روانو اسیايي لوبو کې چې د چین په هانګژو کې پیل شوي د افغانستان د تکواندو د ملي تیم لوبډلمشر محسن رضايي هم د دریو سیالانو په ماتولو سره د برنزو مډال ګټلی دی.

په دې اسیايي سیالیو کې شاوخوا ۸۰ افغان لوبغاړي برخه لري.

په دې ډله کې د والیبال، ځغاستې او بایسکل چلوونې په برخه کې اولس افغان نجونې هم ګډون لري، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي او بهرنیو هېوادونو کې اوسيږي.