یو امریکایي سناتور: په ناگورنو قره باغ کې دې نړیوال څارونکي ځای پر ځای شي

د ناګورنو قره باغ سیمې یو شمېر ځواکونه - ارشیف

امریکايي سناتور ګري پیټرز چې د امریکا د کانګرس د يوه پلاوي د مشر په توګه د آذربایجان او ارمنستان سرحد ته تللی، د ناګورناقره باغ په لانجمنه سیمه کې د وضعیت د ارزونې لپاره هلته د نړیوالو څارونکو د استولو غوښتنه کړې.

سناتور پیټرز پرون (د سپټمبر ۲۳مه) خبریالانو ته وویل چې په ناګورناقره باغ کې د روانو جریاناتو له کبله سخت اندېښمن دی.

په همدې حال کې د ناګورناقره باغ د ارمنانو د بیلتونپالو مشرانو پرون وویل، چې دوی په سیمه کې د دېره روسي سوله ساتو ځواکونو او د سره صلیب په مرسته ارمنستان ته د ټپیانو د لېږدولو په ګډون له آذربایجاني چارواکو سره د دریو ورځو مخکې نافذ شوي اوربند د موادو د تطبیق په حال کې دي.

په ایروان کې د متحدوایالتونو سفارت ویلي چې امریکايي پلاوي له صدراعظم نیکول پاشینیان او نورو ارمني چارواکو سره د امریکا او ارمنستان د اړیکو او په ناګورناقره باغ کې د ارمني توکمو وګړو پر وړاندې د آذربایجان د وروستیو پوځي اقداماتو د اغېزو په اړه خبرې کړي.

د ناګورناقره باغ لانجمنه سیمه چې ډېر اوسېدونکي یې ارمنان دي په ۲۰۲۰ کال کې، د یوه سخت پوځي برید په نتیجه کې ترډېره د آذربایجان لاس ته ورغله او هغه اوه ولسوالۍ یې چې له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د ارمنستان په ولکه کې وې هم آذربایجان ونیولې.