د لیبیا په درنه ښار کې د توپان له کبله سېلابونو ناورین رامنځته کړی

په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو.
د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

د لیبیا چارواکو په دغه هېواد کې په وروستیو سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره تنه اعلان کړ.
د دغو سېلابونو په پایله کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو د وژل کېدو تایید شوی، خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.


د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې تقریباً د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي.

په درنې ښار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور.

د لیبیا په درنې ښار کې د سېلابونو له کبله موټرې او کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د لیبیا درنې ښار ته له ورغلو اوو لارو څخه یوازې دوه لارې فعالې دي.

د لیبیا په درنې ښار کې سېلابونه

په لیبیا کې د سېلابونو له کبله ویجاړ شوی هغه پل چې ختیځ او لوېدیځ ښارونه یې سره نښلول.

 

د لیبیا درنې ښار ته ورغلې ډېری لارې د سېلابونو له کبله خرابې شوي دي.
 

په درنه کې د سېلابونو له کبله اوښتي زیانونه
په دې تصویر کې لیدل کېږي چې څو موټرې او کورونه ویجاړ شوي دي.
 

 

د لیبیا په درنې ښار کې د هغو کسانو مړي چې د سېلابونو له کبله مړه شوي دي.
 


په مدیترانه کې توپان د لیبیا اکثرو ختیځو ښارونو ته زیان اړولی، خو تر ټولو ډېر د درنه ښار ځپل شوی دی.

د لیبیا په درنې ښار کې د سېلابونو له کبله اوښتي زیانونه

په درنه کې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور.
 

د درنې ښار یوه سیمه له سېلابونو وروسته