مراکش کې مرګونې زلزله او د ژغورنې د عملیاتو دوام؛ د مړو شمېر ۲۱۲۲ کسانو ته رسېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

په مراکش کې له مرګونې زلزلې وروسته نن د درېیمې پرله‌پسې ورځې په مخه هم تر خاورو لاندې د مړو او احتمالي ژوندي پاته شویو د راایستلو چارې دوام لري. د مراکش کورنیو چارو وزارت تر دې دمه زلزله کې د ۲۱۲۲ کسانو مړینه او د ۲۴۲۱ ټپي کېدل تایید کړي.