په مراکش کې مرګونې زلزلې درانه تلفات اړولي
په مراکش کې د سپټمبر په نهمه د زلزلې له کبله ویجاړه شوې ودانۍ.
عکس: رویټرز
د مراکش په مولای براهیم کلي کې ځايي اوسېدونکی حسین اندنای د ویجاړې شوې ودانۍ څخه توکي لېږدوي.
عکس: رویټرز
په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د مراکش په مولای براهیم کلي کې له زلزلې وروسته یو شمېر ماشومان له کوره بهر ویده شوي دي.
عکس: رویټرز
د مراکش په مولای براهیم کلي کې یوه مېرمن له خپلې ویجاړې شوې ودانۍ توکي لېږدوي.
د مراکش په مولای براهیم کلي کې یوه مېرمن د خپلو توکو سره ولاړه ده. د دې کور هم د زلزلې له کبله ویجاړ شوی دی.
عکس: رویټرز
د مراکش امنیتي ځواکونه د مولای براهیم کي کې د ژغورنې عملیات کوي. یوې زوروې زلزلې د جمعې شپې ناوخته مراکش ولړزاوه. د راپورونو پر اساس د وژل شویو کسانو شمېر له دوو زرو اوښتی او ویل کېږي چې دا شمېره به لوړه شي.
عکس: اې پي
د مراکش د زړو ښارونو څخه په یوه کې یو کس وسایل لېږدوي. د جمعې په شپه ناوخته زوروې زلزلې له کبله مراکش کې درانه زیانونه اوښتي دي.
عکس: اې ایف پي
د مراکش په امیزمیز سیمه کې د ژغورنې عملیات.
د جمعې شپې ناوخته د زلزلې له کبله یو زیات شمېر کورونه ویجاړ شوي چې له دوه زرو کسانو ډېر یې ووژل او له همدې شمېرې ډېر یې ټپیان کړي دي.
په ځينو راپورونو کې ویل شوي چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي زیاتې شي.
عکس: رویټرز
د مراکش زاړه ښار کې یوه مېرمن ویجاړ شوي کور ته ګوري.
عکس: اې ایف پي
د مراکش تاریخي ښار کې د اوښتو زیانونو یو انځور.
عکس: رویټرز
د مراکش په زوړ ښار کې یوه مېرمن د خپل ویجاړ شوي کور ترڅنګ ولاړه ده او ژاړي.
عکس: اې پي
د مراکش په ښار کې یو پخوانی یا تاریخي جومات هم د زلزلې له کبله ویجاړ شوی دی.
عکس: رویټرز
په مراکش کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنو خلکو یوه جومات کې اړولي دي.
عکس: اې ایف پي