په مراکش کې له مرګونې زلزلې وروسته نن د درېیمې پرلهپسې ورځې په مخه هم تر خاورو لاندې د مړو او احتمالي ژوندي پاته شویو د راایستلو چارې دوام لري.
د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د پلټڼې هڅه کوي.
دغلته د تېرې شنبې په شپه د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر زیان یې د مراکش په نوم یوه تاریخي ښار ته واړوه.
د مراکش دولت زلزله ځپلې سیمې ته امبولانسونه، د ژغورنې عمله او عسکر لېږلي چې د بېړنۍ ځواب ورکونې له چارو سره مرسته وکړي.
د مرستې ټیمونو ویلي چې د مراکش حکومت د لویې مرستې غوښتنه نه ده کړې او یوازې محدودې بهرنۍ مرستې یې منلي دي.
نړیوالو اژانسونو لیکلي چې تراوسه د بریتانیا، اسپانیا، قطر او متحده عربي اماراتو ټیمونه مراکش کې د ژغورنې د چارو مرستې ته وررسېدلي دي.
مراکشي چارواکو ویلي، ممکن وروسته د نورو هېوادونو د مرستې غوښتنې هم ومني.
عیني شاهدانو ویلي چې تر پرون یکشنبې پورې هم ځینو لرو پرتو سیمو ته د ژغورنې ډلې نه وې رسېدلې، ځکه په لارو سړکونو کې د ورانو شویو کورونو او ودانیو خاورو خنډونه جوړ کړي دي.
د مراکش کورنیو چارو وزارت تر دې دمه زلزله کې د ۲۱۲۲ کسانو مړینه او د ۲۴۲۱ ټپي کېدل تایید کړي او ویلې یې دي چې ټپیانو کې د څه باندې ۱۴ سوو هغو روغتیایي وضعیت نازک دی.
ځینو ژغورول شویو کسانو ویلي چې لا هم له شاوخوا سیمو د مړو بوی محسوسېږي او وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به نور هم زیات شي.
بل لورته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه په جینوا کې د مراکش له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده او د قربانیانو په یاد یې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د مراکش دغه زلزله د ویجاړۍ له کبله په تېره څه باندې یوه پیړۍ کې بې سارې بلل شوې ده.
د مراکش تاریخي ښار په ۱۱مه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی چې د تاریخ په اوږدو کې د سیاست، اقتصاد او فرهنګ مرکز پاته شوی دی.
دغه ښار د ملګرو ملتونو د نړیوالو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت دی او د راپورنو له مخې زلزلې تاریخي ابدې هم زیانمنې کړي دي.