تمنا زریاب پریاني بېرته اعتصاب پیل کړی

Your browser doesn’t support HTML5

تمنا زریاب پریاني چې د خوراکي اعتصاب په نهمه ورځ روغتون کې بستر شوې وه، بېرته د اعتصاب خیمې ته ستنه شوې ده. مېرمن پریاني ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته وویل، د غوښتنو اورېدو پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي. له لسو ورځو راهیسې المان کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په غبرګون اعتصاب پیل کړی دی.