د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر سره د نیشه یي توکیو په اړه خبرې کړي

په کابل کې د ایران سفارت

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړ، چې د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال عبدالحق اخند سره د مخدر موادو د کښت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران سفارت پرون د دې لیدنې کتنې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

د طالبانو مشر پروسږکال د یوه فرمان په ترڅ کې د مخدر موادو کښت او قاچاق ممنوع کړل.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.

د ځینو راپورونو په استناد، په دغه هېواد کې د کرستال یا متامفتامین په نوم د نشه اي موادو تولید ډېر شوی دی.

داسې اټکل کیږي، چې په ایران کې د دوو او درېیو میلیونو ترمنځ کسان په مخدر موادو روږي وي.

ایران ته تر ډېره له افغانستانه تریاک قاچاقیږي.