د افغان څارنوالانو ترېخ ژوند؛ د تېر نظام یوه څارنواله: د بندي په څېر ژوند کوم

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام عدلي او قضایي کارکوونکي د طالبانو په واکمنۍ کې له ګواښونو شکایت لري. د دوی ځينو تبعیدي ټولنو بیا ویلي چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لسګونه دغه کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او ان وژلي. ګلاب الدین غبار په دې راپور کې د یوې پخوانۍ ښځينه څارنوالې ژوند انځور کړی.